په تاله وبرفک کي فتحي او لاسته راوړني،ویډيويي راپور

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چاروکمېسیون د سمعي اوبصري څانګي اړوند الاماره جهادي سټوډيو(په تاله وبرفک کي فتحي او لاسته راوړني)تر نامه لاندي ویډيويي راپور نشر کړ.
نوموړی راپور چي تر ۱۲دقیقو رسیږي،د بغلان ولایت د تاله وبرفک ولسوالۍ په اړه ترتیب شوی دی .
دالخندق عملیاتوپه ګړندي بهیر کې دروان میلادي کال د مۍ میاشتي په نهمه نېټه مجاهدينو دبغلان ولایت په تاله و برفک ولسوالۍ عملیات ترسره کړل د ولسوالۍ ودانۍ او دفاعي پوستې یې ترکلکي محاصرې لاندې ونیولې، محاصرې درې ورځې دوام وکړ، چې په نتیجه کې یې مجاهدینو دولسوالۍ ټولې لس (۱۰) دفاعي پوستې یو په بل پسي فتحه او د ولسوالۍ ودانۍ او امنیه قمندانۍ یې په بشپړه توګه تر خپلې ولکې لاندې راوستې.
د عملیاتو په لړکې دښمن ته درانه مالي او ځاني تلفات واوښتل چي ۱۵ یې په اصطلاح دعامه نظم او پولیسو جسدونه د جګړې په ډګر پاته او 8 تنه یې دمزدورې ادارې عسکر ژوندي ونیول شول.
په ولسوالۍ د عملیاتو په مهال مجاهدینو ته ګڼ شمېر سپکې او درني وسلې،مهمات او پوځي عراده جات په لاس ورغلل.
د الاماره سټوډیو همکار په تاله وبرفک ولسوالۍ کي د نیول پوځي موټرو او وسلو څخه عکاسي کړې او د ژوندي نیول شویو عسکرو اوپه سیمه کې له جهادي مسؤلینو سره مرکې کړي دي،چي په همدې تازه نشر شوي ويډيويي راپور کې دلاندي ورکړل شویو لینکونو له لاري کتلی شئ.


Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *