د جغتو فتحه،دالاماره سټوډيو ویډيويي راپور

دالخندق جهادي عملیاتوپه ګړندي بهیرکې د روان میلادي کال دمۍ میاشتي په ۱۶ تاریخ د شپې مهال مجاهدینو دغزني ولایت په جغتو ولسوالۍ پرمرکز او دفاعي پوستو پراخ وسلوال بریدونه ترسره کړل.
په بریدونه کې چې پکې سپکې اودرنې اولیزري وسلې وکارول شوي په پایله کې یې د نوموړې ولسوالۍ مرکزي ودانۍ، امنیه قومنداني او شاوخوا ټولې پوستې او مرکزونه په بشپړه توګه فتحه شول.
دغه راز ګڼ شمېر عسکراو پولیس مړه او ټپيان شول ، زیات شمیر ټانګونه، رینجر موټر، زیاته اندازه سپکې او درنې وسلې او مهمات یې مجاهدینو ته په لاس ورغلل.
باید وویل شي چي د جغتو ولسوالۍ د فتحي په شپه د غزني ولایت دهیک ولسوالۍ هم له ټولو ملحقاتو سره فتحه شوه.
د جغتو ولسوالۍ د فتحي په اړه نورجزئیات د الاماره سټوډيو له لوري (دجغتو فتحه)په نوم تازه نشر شوي ويډيويي راپور د لاندي ورکړل شویو لینکونو له لاري وګورئ.


Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *