د اختر په مناسبت په هلمند کې ۱۳ تنه جنګي اسیران له بند څخه خوشې شول،ویډيويي راپور

د مشرتابه له حکم سره سم، د کوچني اختر د رارسیدو په مناسبت نن ورځ د هلمند په ولایت کې ۱۳ تنه هغه جنګي اسیران له بند څخه خوشي شول، چې په بیلا بیلو مودو کې په جګړو کې نیول شوي وو او د اسلامي امارت په زندانونو کې بندیان وو.
یادو بندویانو ژمنه وکړه چې نور به د دښمن لیکوته نه ورځي، اوس په حقائقو پوه شوي دي، دوی غولیدلي وو او نور غواړي خپلو کورونیوته لاړ شي او نور د هغوی د غم او خفګان سبب ونه ګرځي.
دغو بندیانوته د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا د اختر په مناسبت کالي او تر کورونيو پورې د رسیدو کرایه او مصرف ورکړل شول.
د بندیانو د خوشي کېدلو جریان چي د الاماره سټوډيو همکار عکاسي کړی دلاندي ورکړل شویو لینکونو له لاري یې کتلی شئ.


اعلی کیفیت

کیفیت متوسط

    موبايل- فارمټ

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *