غزني کې جهادي بریاوي،دالاماره سټوډيو ویډيويي راپور

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چاروکمېسیون دسمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي په (غزني کې جهادي بریاوي)تر نامه لاندي ویډيويي راپور نشر کړ.
نوموړی چي د یادي سټوډيو۲۴۲ شمېره راپور دی او ۲۶ دقیقې دی،په غزني ولایت کې د وروستیو فتوحاتو په اړه ترتیب شوی دی.
په راپور کې لیدل کیږي چي مجاهدینو د شلګر په ولسوالۍ عملیات پیل کړي او د ګڼو دفاعي پوستو تر نیولو وروسته د ولسوالۍ په بازار کي له دښمن سره په جګړه بوخت دي،چي دالاماره سټوډيو همکار د جګړې له لومړۍ کرښي څخه لیدونکو ته معلومات ورکوي.
همداراز په دې ویډيويي راپور کي وینو چي مجاهدینو د دهیک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دښمن یو شمېر مهمي پوستې فتحه کړي دي چي په زیاته اندازه سپکې او درنې وسلې یې هم ترې لاسته راوړي دي.
په (غزني کې جهادي بریاوي)تازه نشر شوي ویډيويي راپور کې دالاماره سټوډيو همکار د ولایت له جهادي مسؤلینو سره د وروستیو فتوحاتو او فعلي وضعیت په اړه مرکې هم کړې دي،د نوموړي راپور د کتلو لپاره له لاندي لینکونو څخه استفاده کولی شئ.


Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *