عمري ځواک،دالاماره سټوډیو(۸۹)اصدار نشر شو

دافغانستان اسلامي امارت دفرهنګي چاروکمېسیون د سمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي سټوډيو د(عمرې ځواک)په نوم خپل (۸۹)په زړه پوري اصدار نشر کړ.
نوموړی اصدار چي ۴۴ دقیقې دی،د هیواد د یوشمېر ولایتونو په معسکراتو کي چي مجاهدین په کې په پوځي،فکري او بدني روزنه بوخت دي ویډیويي صحنې راوړل شوې دي.
د افغانستان اسلامي امارت چې د امریکایي یرغلګر طاغوت په خلاف یې د جهادي مبارزې سنګر نیولی، د کفارو په مقابل کې د عملي جهاد یا قتال تر څنګ یې د مجاهدینو د روزنې کار ته هم ډیره توجه کړې او د همدې لپاره یې د هیوادپه لراوبر کې ګڼ شمیر معسکرات جوړ کړي دي.
په دې معسکراتو کې له کلونو راهیسې مجاهدین روزل کیږي، هغوی ته علمي، فکري او بدني روزنه ورکول کیږي، د جنګي وسلو، منفجره مواده، جګړه ایز تاکتیک، احتیاطي تدابیر، استخبارات او نورو برخو کې عملا تربیه کیږي تر څو د امریکایي یرغلګرو په خلاف جهاد په احسنه طریقه ترسره کړي.
د عمري ځواک په نوم ویډيويي اصدار د الاماره سټويو همکارانو په خورا ښه ډول ډيزاین او په زړه پوري ترتیب کړی ترتیب کړی دی.
باید وویل شي چي په اصدار کي د اعداد صحنې د اسلامي امارت د نوموتو ترانه ویونکیو لکه الحاج ملافقیر محمد (درویش)،مولوي محمد امین (حیدري) او مولوي عزیز الله (عزیزي)صاحب له نویو حماسي او زړه راښکونو ترانو سره یوځای لیدل کیږي.
راځئ دلته د اسلامي امارت د معسکراتو له جملې د ځینو د نظامي تدریباتو صحنې د (عمري ځواک)په نوم ویډيويي اصدار کي دلاندي ورکړل شویو لنیکونو له لاري ووینو او خپله جهادي تنده پرې ماته کړو.


Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *