بادغیس کې جهادي بریاوي،دالاماره سټوډيو ویډیويي راپور

د روان میلادي کال د جون میاشتي په ۲۱ تاریخ مجاهدینو د بادغیس ولایت مرغاب ولسوالۍ اړوند د جوی ګنج په سیمه کې د دښمن دوې مهمې پوستې په ټولیزه توګه فتح کړې.
د دقېقو معلوماتو له مخې په دې جګړه کې ددښمن د ۳ تنه قومندانانوپه شمول ۴۰ تنه کمانډو عسکر،پولیس اواربکیان قتل۱۲ تنه نور یې ژوبل شول.
په جګړه کې له دښمن څخه ۵ ثقیلان ، ۲ راکټونه،۲ درازکوفونه،۱۴ کارمولي ټوپکونه،۴ بم افګن، یوه توپنګچه،یوه لویه مخابره،۳ زغري اوګڼ شمېر مختلف النوع مرمۍ اومهمات دمجاهدینو لاس ته ورغلل.
د دې فاتحانه عملیاتو نور جزئیات د الاماره سټوډیو (بادغیس کې جهادي بریاوي)په نوم ویډيويي راپور کې د لاندي ورکړل شویو لینکونو له لاري څخه په استفاده کتلی شئ.


Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *