زابل کې وروستي فتوحات،دالاماره سټوډيو ویډيويي راپور

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چاروکمېسیون دسمعي اوبصري څانګي اړوند الاماره جهادي (زابل کې وروستي فتوحات)په نوم چي د یادي سټوډيو (۲۴۸)راپور دی نشر کړ.
د روان میلاکال کال دمۍ میاشتي په وروستیو کې مجاهدینو د زابل ولایت په دایي چوپان ولسوالۍ کې د دښمن په پوځي مراکزو پراخ تعرضي بریدونه پیل کړل،په بریدونو کې د سپکو او درنو وسلو تر څنګ لیرزي وسلې هم وکارول شوې چي دښمن یې له سختي وارخطايۍ او ماتي سره مخ کړ.
د دایي چوپان ولسوالۍ له څو کلونو راوسته د مجاهدینو له لور ي تر کلکي محاصرې لاندي ده چي دښمن یې اکمالات د هوا له لاري کوي.
دالخندق عملیاتوپه لړکې د مۍ میاشتي په شلم او پنځه ویشت تاریخ مجاهدینو د ولسوالۍ اته دفاعي پوستي په بشپړ ډول فتحه کړې چي ۲۶ تنه مزدور عسکر پکې ووژل شول او یو شمېر یې زخميان شول، همداراز ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې سره له ګڼو مهماتو مجاهدینو ته په لاس ورغلل.
د دایي چوپان ولسوالۍ له مفتوحه پوستو او سیمي څخه د الاماره سټوډیو همکار لیدنه کړي چي (زابل کې وروستي فتوحات) ترعنوان لاندي تازه نشر شوي د ویډيويي راپور کي یې دلاندي ورکړل شویو څخه په استفاده کتلی شئ.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *