د کابل دروازه او دفتحو کاروان، د الاماره سټوډیو په زړه پوري اصدار نشر شو

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمېسیون د سمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي سټوډیو (د کابل دروازه او دفتحو کاروان) تر عنوان لاندي (۹۰) اصدار نشر کړ.
دغه اصدار د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې یوې سترې فتحې ته ځانګړی شوی دی .
د الخندق عملیاتو په دښمن ځپونکي جریان کې د روان میلادي کال د جون میاشتي په ۲۶مه مجاهدینو د میدان وردګ ولایت جلریز ولسوالۍ اړوندو سیمو کې د دښمن په ګڼو پوستو او بیسونو پراخ تعرضي عملیات پیل کړل.
د عملیاتو په لړ کې د یادې ولسوالۍ خواجه محمد ولي او د یو مهم بیس په شمول ۱۳ پوستې په ټولیزه توګه فتحه شوې.
په جګړه کې د دښمن ګڼ عسکر مړه او ټپیان شول او پاتې ۷۲ تنو عسکرو، له لږ مقاومت وروسته سپین بیرغونه پورته او مجاهدینو ته تسلیم شول، چې د مجاهدینو له لوري یې هر کلی وشو، د خوندي ژوند اطمنان ورکړل شو او له څو ساعتونو وروسته خپلو کورونو ته واستول شول.
په فتحه شویو بیسونو او پوستو کې له دښمن څخه ۴ ټانګونه، ۲ عرادې رینجر، ۸۰ میله کلاشینکوفونه، ۱۵ قبضې راکټ، ۱۵ میله پیکا ماشیندار، ۲ میله دهشکې، ۱ وسط هاوان، ۱ SPG9، ۴۰ نارنجک انداز، ۲ میله تومانچې، ۱ د شپې دوربین، ۸۱۰ پيره د راکټ، نارنجک انداز او هاوان مرمۍ، ۱۳۵ صندوقه، د پیکا ماشیندار، کلاشیکوف او دهشکې مرمۍ، ۱۵ دانې لاسي بمونه او یو شمیر مهم توکي د مجاهدینو لاس ته ورغلل.
(د کابل دروازه او دفتحو کاروان) اصدار چي د الاماره سټوډیو له لوري په زړه پوري ترتیب ووډل شوی او صحنې یې له حماسي ترانو سره لیدل کیږي د لاندي ورکړل شویو لینکونو له لاري کتلی شئ.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: