الاماره سټوډيو (زرمت او ننګرهار کې رښتیا څه تېر شول؟) تر عنوان لاندې ويډيويي راپور نشر کړ

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کميسيون سميعي او بصري څانګړې اړوند د الاماره جهادي سټوډيو د پکتيا په زرمت او د ننګرهار په خوږياڼو کې د امريکايي او مزدورو عسکرو لخوا ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه د (زرمت او ننګرهار کې رښتيا څه تير شول؟) تر عنوان لاندې ويډيويي راپور نشر کړ.
امريکايي او د ګوډاګۍ ادارې عسکرو د تېرې جمعې په شپه د شوال د میاشتې ۲۹مه، د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د سهاکو په سیمه د څرخکو، جټ الوتکو په ملتيا چاپه ووهله او د شپې په لړ کې د شملزو، موسی والو او پاټک په سیمو کې هوایي بریدونه ترسره کړل، چې په مهال يې د یوه کور ټول ۱۳ تنه د ښځو او ماشومانو په شمول په شهادت ورسيدل او کله چې نور خلک د جنازو د را ایستلو لپاره سیمې ته ورغلل په هغوی يې هم بمبار وکړ، چې د معلوماتو په اساس تر ۴۰ زیات عام خلک چې اکثره یې ماشومان او ښځې دي، شهیدان شوي.
دغه راز په همدې شپه د ګوډاګيو او يرغلګرو عسکرو لخوا د ننګرهار د خوږیاڼو په مملي سيمه د عرب بازار په نوم سيمه ييز بازار باندې چاپه ووهل شوه چې په ترڅ کې يې صلیبي داړه مارانو لومړی عام بازار چور او وروسته یې ټولو دوکانونو او موټرو ته اور ورکړ، په دې کې د عامو خلکو ۲۲ عرادې لوی او کوچني موټر وسوزيدل. په دې سربیره یو مسجد، د تیلو پمپ او ګڼ دوکانونه هم له ټولو شته سرمایو سره له منځه تللي دي.
له دې علاوه یې ۶ تنه ولسي خلک شهیدان او ۴ تنه ټپیان کړل.
د الاماره سټوډيو همکاران يادو سيمو ته تللي و، چې د پيښو په اړه يې کليوال غږولي او د اوښتو ځاني او مالي تلفاتو عکاسي يې کړې ده، چې په همدې (زرمت او ننګرهار کې رښتيا څه تير شول؟) ويډيويي راپور کې يې ليدلی شو.
د افغانستان اسلامي امارت
د فرهنګي چارو کميسيون سمعي او بصري څانګه
د الاماره جهادي سټوډيو
دغه راپور په اعلی، متوسط او ادنی کيفت کې له لاندې تړونونو څخه ليدلی او ښکته کولی شئ.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: