کندز کې د دښمن وحشت، د الاماره سټوډيو ویډيويي راپور

د روان ۲۰۱۸ میلادي کال د جولای د میاشتې په ۱۴ نیټه د کندز ولایت په چهاردره ولسوالۍ کې خارجي اشغالګرو او د هغوی کورنیو غلیمانو پوځي عملیات ترسره کړل. څرنګه چې د دښمن په وړاندې د مجاهدینو د بریالي مقاومت له امله دښمن ته د سر او مال زیان واوښت او له سیمې وتښید نو وروسته یې له لرې مسافې څخه د ولس میشتو کلیو او کورونو په هدف ګرځولو او بمبار پیل وکړ.
د چهاردرې ولسوالۍ په په زاخیلو، غونډۍ، میاګان، شیخان او خرکارانو سیمو کې د ګډوحشي دښمن د دغو بې رحمانه بمباریو او وحشیانه بریدونو له امله د سیمې ګڼ شمیر کورنۍ کور پریښودلو ته اړشوې او د سر د خوندي کولو په هدف نورو سیمو ته کوچیدلي دي. د دښمن لخوا د توپونو په ډزو او بمبار کې د یوې ماشومې په ګډون ۴ تنه ولسي وګړي شهیدان او یو شمیر نور ټپیان شوي. دغه راز کورونو، باغونو او نورو عامه ودانیو ته هم درانه زیانونه اوښتي دي چې په اړه یې الاماره جهادي سټوډيو (کندز کې د دښمن وحشت ) تر عنوان لاندي ویډيويي راپور ترتیب کړی دی.
راپور د لاندي ورکړل شویو لینکونو څخه په استفاده کتلی شئ.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *