کندز کې عسکر له وسلو سره له مجاهدینو سره یو ځای شو، د الاماره سټوډیو ویډيويي راپور

د روان ۲۰۱۸میلادي کال د جولای میاشتي په ۲ تاریخ د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ کې یو تن په اصطلاح د اردو عسکر «موسی خان د امام نظر» زوی د یاد ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ اړوند کلتراش ازبکیه سیمي اوسیدونکی د جلب وجذب کمیسون د مسۇلینو په هلو ځلو د ګوډاګۍ ادارې له صفه راجلا او له مجاهدینو سره یو ځای شو.
نوموړي عسکر ۳میله وسله هم له ځانه سره راوړه او مجاهدینو ته یې تسلیم کړه.
د الاماره سټوډیو همکار د دښمن له صفه د راجلا شوي عسکر هغه جریان چي له مجاهدینو سره یوځای کیږي او مجاهدین یې دروند استقبال کوي عکاسي کړی دی چي دلاندي ورکړل شویو لینکونو څخه په استفاده یې کتلی شئ.


Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *