د کابل په دروازه کې بریالي عملیات، د الاماره سټوډیو ویډيويي راپور

د روان ۲۰۱۸ م کال د جولای میاشتي په ۱۷ تاریخ مجاهدینو دمیدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ مربوط په شیخ آباد زرني سیمه کې د کابل ادارې د اجیري اردو د عسکرو په پوسته بریالي عملیات کړي چي له څو ساعته جګړې وروسته یې پوسته په بشپړ ډول فتحه کړې او ۵ تنو عسکرو په وژل کېدلو سربېره یې ۲ دوه تنه ژوندي نیولي دي.
په فتحه شوې پوسته کې مجاهدینو ته ۲پیکا، ۷شل ډزی، ۱راکټ، ۱ درازکوف، ۱ ایس في جې ناین او همداراز د ډول ډول سپکو او درنو وسلو مهمات په لاس ورغلي دي.
د یادوني وړ ده چي په ورته وخت کې مجاهدینو د یادي ولسوالۍ په (بدهکه ) نومې سیمه کې هم د اجیري اردو په پوسته عملیات کړې چي ۶ تنه عسکر پکې وژل شوي او پوځي وسایط یې تخریب شوي دي.
د ترسره شویو بریالیو عملیاتو نور جزئیات د الاماره سټوډيو له لوري (د کابل په دروازه کې بریالي عملیات)تر عنوان لاندې ویډيويي راپور کې د لاندي ورکړل شویو لینکونو له لارې کتلی شئ.


Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *