غزني کې د دښمن شکست، د الاماره سټوډيو ویډيويي راپور

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمېسیون د سمعي او بصري څانګې اړوند الاماره جهادي سټوډیو په (غزني کې د دښمن شکست) تر عنوان لاندي ویډیويي راپور نشر کړ.
دغه ویډيويي راپور چي ۱۳ دقیقې کیږي ، دغزني ولایت په بېلابېلو سیمو کې د مجاهدینو عملیاتو ته ځانګړی شوی دی.
په راپور کې لیدل کیږي چي مجاهدینو د دښمن په راغلې قوې عملیات کړي، د دښمن یو شمېر پوځي وسایط یې سوځولي او د ګڼو وژل شویو په شمول یې ډیری د اجیري اردو عسکر د جګړې په میدان ژوندي نیولي دي.
همداراز مجاهدینو د یاد ولایت په ناهور ولسوالۍ کې د دښمن په پوستو فاتحانه عملیات کړي دي چې مفصل جریان په ویډيويي بڼه په راپور کې لیدلی شئ.
په (غزني کې د دښمن شکست) ویډيويي راپور چي تازه د الاماره سټوډيو له لوري نشر ته سپارل شوی دی، د لاندي ورکړل شویو لینکونو څخه په استفاده یې کتلی شئ.


Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *