فراه فراه رود کې د دښمن وحشت، د الاماره سټوډيو ویډيويي راپور

د دښمن د جنایاتو په تسلسل کې داځل د فراه ولایت د فراه رود ولسوالۍ بې دفاع ولس د کابل ګوډاګۍ ادارې او یرغلګرو د چورلکو تر وحشي بریدونو لاندي راغلل.
بې رحمه دښمن د روان میلادي کال د جولای میاشتي په ۲۵ تاریخ د شپې مهال د یادې ولسوالۍ اړوند په تودنک سیمه کې د ملکي خلګو یوکور تر هوایې بریدونه لاندي راووست او لوټي لوټي یې کړ.
د دښمن له لورې په دې تر سره شوي وحشت کې دکور ظروف،قیمتي اجناس او حیوانات هر څه له منځه یووړل شول.
د دښمن له لوري د ترسره شوي وحشت سیمي ته دالاماره سټوډيو همکار ورغلی او هلته یې د دغه ستر جنایت په پایله کې د تخریب شوي کور څخه عکاسي کړې چي دالاماره سټوډيو له لوري په تازه نشر شوي ویډیويي راپور کي یې د لاندي ورکړل شویو لینکونو څخه په استفاده کتلی شئ.


Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *