اروزګان کې د دښمن وحشت، دالاماره سټوډیو ویډيويي راپور

امریکايي یرغلګرو او ګوډاګیانو یې د روان مېلادي کال د اګست میاشتي په ۱۰ تاریخ د اروزګان ولایت مرګز اړوند د محمد نبي خان اکا اډه کې د شپې مهال چاپه ووهله.
ګډ دښمن دچاپې په مهال ۲۵ دوګانونه، ۳۲ عرادي ملکي موټر او ۳۰ زره لیټره تېل سوځولي دي، همدا راز یې د دې وړوکې ښارګوټي په هوټلو کې پراته مسافرین چي د راروان لوی اختر ته د سودا اخیستلو لپاره راغلي وو لوټ کړي او نغدي روپۍ یې ورڅخه وړې دي، د هوټل په مسافرینو کې یو تن تجار (الله داد اکا) هم وو چي ۷۵ لکه روپۍ ورسره وې.
د الاماره سټوډیو همکار د دښمن له لوري د تخریب شویو دوکانونو او وسایطو لنډ ویډيو يی کلیپونه او انځورونه رالیږلي دي چې د یادي سټوډيو تخنیکي همکارانو له یوې ترانې سره ترتیب کړي او تاسوې دلاندي لینکونو څخه په استفاده کتلی شئ.


Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: