له درزابه د داعش تصفیه ، د الاماره سټوډیو ویډیويي راپور

په دې وروستیو کې د داعش په نوم مرموزه ډله چې د غربي اشغالګرو په تبلیغاتو او تسلیحاتي مرستو راپیدا او د هیواد په ځینو سیمو کې یې شتون محسوس شو،نو د مظلوم اولس په ځورولو، وژلو، قتل عامونو او وحشتونو یې پیل وکړ. د دې ډلې په ایجاد سره د اشغالګرو هدف دا و چې مجاهدین پرې وځپي، په هیواد کې فرقوي منازعات رامنځته کړي او اشغال ته پایښت ورکړي.
خو د افغانستان اسلامي امارت چې د خپل مجاهد اولس او سپیڅلې مبارزې څخه دفاع خپله ایماني وظیفه بولي، په پوره متانت یې د داعشي ملیشو په وړاندې ځوابي عملیات پیل کړل. لومړی یې د زابل، هلمند او لغمان ولایاتو کې راپیدا شوي داعشیان له منځه یووړل او څو اونۍ وړاندې یې د هیواد په شمال د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د داعش د مهم مرکز د له منځه وړلو لپاره پراخ عملیات پیل کړل.
د درزاب په جګړه کې د مجاهدینو لخوا ټول ټال ۹۲ تنه داعیشي ملیشي ووژل شوې، ۵۱ تنه ټپيان او ۱۲۸ تنه د مجاهدینو لخوا ژوندي نیول شوي دي.
همدا ډول د داعش د مشر حبیب الرحمن رهبر، مفتي نعمت او د ارتباطاتو مسئول ملا صبغت الله په ګډون د دوی مشرانو ګوډاګي رژیم ته پناه وروړې ده په ټوله نښته کې ۱۷ تنه مجاهدین شهیدان او ۱۳ تنه ټپيان شوي دي.
د هیواد په شمال کې د داعش له منځه تګ د الخندق عملیاتو مهمه لاسته راوړنه ده چې ورسره د هیواد له ټولو شمالي سیمو ددغې فتنې خطر محو شو او اولسونه آرام شول.
د داعش د ماتي په اړه الاماره جهادي سټوډيو(له درزابه د داعش تصفیه) تر عنوان لاندي ویډيويي راپور نشر کړی دی چي د لاندي ورکړل شویو لینکونو له لاري یې کتلی شئ.


Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: