زابل شهر صفا کې د دښمن شکست، د الاماره سټوډيو ویډيويي راپور

کله چې مجاهدینو د غزني ولایت په مرکز د عملیاتو پلان طرحه او اجراءات پیل کړل او په پایله کي یې د غزني ښار سقوط وکړ د پکتیا او میدان وردګو ولایتونو تر څنګ په زابل کې هم مجاهدینو د دښمن پر مخ د کابل کندهار عمومي لاره وتړله .
دغه عمومي لار چې له کندهاره تر زابل ولایت په شهرصفا ولسوالۍ ، مرکز قلات او شاجوی ولسوالیۍ کې تیریږي څو ځایه د مجاهدینو له لوري تر کلکي څارني لاندي وه او دښمن ورباندی عبور نشو کولی.
د کابل ګوډاګۍ ادارې عسکرو د یاد ولایت شهر صفاء ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوی په وړاندي د تړل شوې لاري د خلاصولو لپاره څوځله له نظامي ځواک څخه په استفاده هڅې وکړې خو هر ځل له سخت شکست سره مخ شول.
دښمن نه یواځې چې لار یې خلاصه نه کړای شوه، بلکې د لاري پرسر پرتې نظامي قراګاوي او پوستي یې هم له لاسه ورکړي او ترې وتښېدل.
د الاماره سټوډيو له لوري په دغه تازه نشر شوي ویډيويي راپور کې د یادي سټوډيو همکار د زابل ولایت د شهر صفاء ولسوالۍ له هغو سیمو څخه لیدنه کړې کومو ځایونو کې چې د دښمن پر مخ لاره تړل شوې وه او پوځي مراکز یې مجاهدینو نیولي وو.
(زابل شهر صفا کې د دښمن شکست) ویډيويي راپور د لاندي لینکونو له لاري کتلی شئ.


Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *