ننګرهار کې د دښمن وحشت، د الاماره سټوډیو ویډيويي راپور

د روان مېلادي کال د سپتمبر میاشتي په ۳تاریخ د شپې مهال امریکايي اشغالګرو او ګوډاګیانو یې د ننګرهار ولایت حصارک ولسوالۍ اړوند ګاړي سیمه کې د ملکي وګړو په کورونو چاپې وهلې چي بې دفا کلیوالو ته یې د سر او مال دروند زیان وراړولی دی.
په دغوچاپو کې ګډ دښمن د ملکی وګړو د کورونو دروازې په بمونو والوزولې او کورونو یی تلاشي کړي .
ګډ دښمن د تالاشئ په وخت ۹ تنه عام کلیوال چي ۶تنه سپینږیري چي۱ یې معیوب او ۲ تنه یې بزګران وو په ډيره بې رحمۍ سره په شهادت رسولي او ۳ تنه چي زنانه او ماشومان وو زخمیان کړي دي .
وحشي دښمنانو د بېرته تللو په وخت له کورونو نقدي پیسې، زېورات او قیمتي سامانونه له ځانه سره وړي دي.
دغه راز یې ۳ کورونه په بشپړه توګه د کورني ظروفو په شمول سوځولي دي .
د الاماره سټوډيو همکار د دښمن له لوري د ترسره شوي وحشت سیمي ته ورغلی او هلته یې د ویجاړو شویوکورونو، د شهیدانو د جنازو عکاسي او د پېښي په اړه له خلګو سره مرکې کړي دي چي د الاماره سټوډيو (ننګرهار کې د دښمن وحشت) تر عنوان لاندي نشر شوي ویډيويي راپور کي یې د لاندي ورکړل شویو لینکونو په توسط کتلی شئ.


Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: