بلخ چمتال کې د ۱بیس او۱۵پوستو فتحه ، د الاماره سټوډيو ویډيويي راپور

دالخندق عملیاتو په ګړندي بهیرکې د روان مېلادي کال د سپتمبر میاشتي په لسمه ورځ ماسپښین مهال۲بجې د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ اړوند بارګاہ سیمه کې د مزدوري اردو په بیس او پوستو د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا عملیات پیل شول.
دغه عملیاتو چې تردوو ساعتونو یې دوام وکړ مزدور دښمن اړ کړ چې یو غټ بېس او ۱۵ دفاعي پوستې تخلیه او مجاهدینو ته پرېږدي.
د تېښتې پر مهال ګوډاګیو عسکرو غوښتل د مجاهدینو له محاصرې خوندې ځانونه وباسي، خو په کمین کې ناستو مجاهدینو پرې درانه بریدونه وکړل چې له امله یې ۱۳ ګوډاګیان مړه او ژوبل شول.
په دې برسېره په فتحه شوي بېس او پوستو کې مجاهدینو ته رینجر موټر او په زیاته اندازه مهمات او جنګي توکې لاسته ورغلي دي.
د یادو فتوحاتو او لاسته راوړنو په اړه الاماره جهادي سټوډیو(بلخ چمتال کې د ۱بیس او۱۵پوستو فتحه)تر عنوان لاندي ویډيويي راپور ترتیب کړی دی چي د لاندي ورکړل شویو لینکونو له لاري یې کتلی شئ.


Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: