ننګرهار خوګیاڼو کې د دښمن وحشت، د الاماره سټوډيو ویډيويي راپور

په هیواد کې د وحشتونو په دوام امریکايي اشغالګرو عسکرو دروان مېلادي کال د سپتمبر میاشتي په ۱۸ تاریخ د شپې مهال د ننګرهار ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ وډيسار سیمه کې په ملکي خلکو چاپه ووهله.
په دغه وحشت کې له امریکايي اشغالګرو سره داخلي غلامان هم ملګري وو.
په پيښه کې د ګڼو اولسي خلکو د کورنو دروازې انفجار شوې دي، له کورونو څخه قیمتي توکې چور شوي.
د جنایاتو په دوام کې يې ۲ کورونه په بمونو الوزولي او په بشپړ ډول يې ویجاړ کړي دي.
په دغه ناورین کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ تنه عام او بې دفاع اولسي خلک شهیدان کړي دي.
د چاپې پرځای کې مجاهدینو شتون نه درلود او نه هم کوم مجاهد ته زیان رسیدلی دی.
دغه ډول پرلپسې جنایات په داسې حال کې ترسره کیږي چې د بشر او حقوقو په نامه ځينې ادارې بیا د ملکي تلفاتو په اړه پخپلو شمیرو او محاسبو کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې پړه پرمجاهدینو اچوي او هڅه کوي چې امریکايي اشغالګروته له داسې جنایاتو څخه برأت ورکړي.
د امریکايي اشغالګرو او داخلي ګوډاګیانو له لوري د ترسره شوي وحشت په اړه له سیمي څخه د الاماره جهادي سټوډيو راپور ترتیب کړی دی چي د لاندي ورکړل شویو لینکونو له لاري یې کتلی شئ


Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: