ننګرهار شیرزادو کې د دښمن وحشت، د الاماره سټوډيو ویډيويي راپور

د روان ۲۰۱۸ مېلادي کال د سپتمبرمیاشتي په ۲۰تاریخ د شپې مهال د دښمن له لوري د ننګرهار ولایت شیرزادو ولسوالۍ اړوند پیټلاو په سیمه کې د عامو خلکو په کورونو چاپې ووهلې.
د عامو کلیوالو په کورونو د چاپو په مهال دښمن د کورونو دروازې په بمونو والوزولې او ماتي کړې یې دي، له کورونو څخه یې قیمتې سامانونه چور او له ځانه سره وړي دي .
همدا راز یې په دې وحشیانه عملیاتو کې ۱۰ تنه عام بې دفاع کلیوال په شهادت رسولې چي د (ننګرهار شیرزادو کې د دښمن وحشت) تر عنوان لاندي د الاماره جهادي سټوډيو په تازه نشر شوي ویډيويي راپور کې یې لیدلی شئ.


Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *