غزني شلګر کې د دښمن وحشت، د الاماره سټوډيو ویډيويي راپور

د ۲۰۱۸ کال د سپتمبر میاشتي په ۲۴ تاریخ د شپې مهال امر یکایي اشغالګرو او ګوډاګیانو یې دغزني ولایت شلګر ولسوالۍ په ګبروکلي کې د عامو خلګو په کورونو باندي چاپې ووهلې.
وحشي دښمن د چاپې پر وخت د ملکې خلکو د کورونو دروازې په بمونو الوزولې دي، او د تګ پر وخت یې د عبدالهادي او عبدالقدیم په نومونو دوه تنه عام کلیوال د بندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.
همدارزا یې په سیمه د درانه بمبار په ترڅ کې ۳ پرچون دکانونه، ۱درملتون او یو ګيراج هم ویجاړ کړی دی چې له امله یې عام اولس ته په ملیونونو افغانیو زیان اړولی دی.
غزنې شلګر کې د دښمن له لوري د ترسره شوي وحشت نور حزئیات د الاماره سټوډیو په دغه تازه نشر شوي ویډيويي راپور کې د لاندي ورکړل شویو لینکونو له لاري کتلی شئ.


Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: