کندز چهاردره کې ددښمن وحشت، د الاماره سټوډيو ویډيويي راپور

د ټول هیواد په کچه د اشغالګرو لخوا د خونړیو وحشتونو په لړ کې تیره شپه د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ اړوند منګتیپې سیمه کې د ګوډاګۍ ادارې عسکرو د بهرنیو یرغلګرو په ملتیا د اولسي خلکو په کورونو چاپه وهلې، بمبار یې کړی او د خلکو کورونه یې هوار کړي دي.
همداراز یې په یو کور کې ۳ مېرمنې په شهادت رسولې دي او ۲ماشومان ټپیان دي. په دې برسېره یې د یاد کور۳ تنه د بندیانو په توګه هم له ځان سره وړي دي.
پاته دي نه وي چې وار خطا دښمن همېشه خپله ماته په اولس وژنه پټوي او په ډېره بې رحمۍ سره د اولس سپینږيري، مېرمني او ماشومان شهیدانوي.
د الاماره جهادي سټوډیو په دغه راپور کې تاسو د کندز په چهادره ولسوالۍ کې د دښمن له لوري د ترسره شوي وحشت مستندي ویډيويي صحنې د لاندي ورکړل شویو لینکونو له لاري لیدلی شئ.


Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: