بغلان پلخمري کي ګڼ شمېر عسکر له مجاهدینوسره یوځای شوي؛ ویډيويي راپور

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمېسیون د سمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي سټوډيو د بغلان ولایت په پلخمري ولسوالۍ کې د هغو ګڼ شمېر عسکرو ویډيو نشر کړه کوم چي څه موده وړاندي له مجاهدینو سره یوځای شوي وو.
د بغلان ولایت پلخمري ولسوالۍ په ډنډغوري سیمه کې د کابل ادارې لسګونه تنه عسکر او پولیس د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد کمېسیون د مسؤلینو له لوري د روان جهادپه حقانیت پوه او د دښمن له صفوفو د راوتلو او دندو پرېښودلو په اړه لازم هدایات ورته وشول .
له مجاهدینو سره یوځای شویو عسکرو ته د اسلامي امارت له لوري د امن کارتونه ورکړل شول او په ډاډمنه فضاء کې دارام ژوند تېرولو او هر راز همکارۍ اطمنان ورکړل شو.
الاماره جهادي سټوډيو له مجاهدینو سره د دغو یوځای شویو عسکرو په اړه ویډيويي راپور ترتیب کړی دی چي دلاندي لینکونو له لاري یې کتلی شئ.


Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *