میدان وردګ جلګه کې فتوحات، د الاماره سټوډيو ویډيويي راپور

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمېسیون د سمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي سټوډيو په (میدان وردګ جلګه کې فتوحات) تر عنوان لاندي ۳۰۳ شمېره ویډيويي راپور نشر کړ.
دغه ویډيويي راپور چي ۱۳ دقیقې کیږي، د میدان وردګو ولایت په جلګه ولسوالۍ کې وروستیو فتوحاتو ته ځانګړی شوی دی.
په یاد ویډيويي راپور کې لیدل کیږي چي مجاهدینو د روانو الخندق علمیاتو په فاتحانه بهیر کې د میدان ورګو ولایت د جلګې ولسوالۍ په مرکزي ودانۍ او خواو شا پوستو بریالي عملیات تر سره کړي دي، د ولسوالۍ د ودانۍ په شمول یې ګڼې پوستې فتحه کړې دي.
د مجاهدینو له لوري د دښمن په فتحه شویو نظامي مراکزو کې ګڼ شمېر عسکر وژل شوي او زیاته اندازه وسلې او مهمات یې ترې ولجه کړي دي.
همداراز د دغه تازه نشر شوي ویډيويي راپور په یوه برخه کي د میدان وردګو ولایت له والي او جهادي مسؤل محترم(حمزه) صاحب سره په ولایت کې د وروستیو فتوحاتو او روان جهادي وضعیت په اړه مرکه شوې ده.
د(میدان وردګ جلګه کې فتوحات) په نوم د الاماره جهادي سټوډيو ویډيويي راپور د لاندي ورکړل شویو لینکونو له لاري په مختلفو کیفیتونو کې کتلی شئ.


Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: