دپشترود دفتحي د وروستيوجزیاتو په اړه د الاماره سټوډيو ویډيويي راپور

د روان ۲۰۱۸ کال د اکتوبر میاشتي په ۱۴ تاریخ د شپې مهال ۱ بجه د فراه ولایت پشترود ولسوالۍ اړوند د دوکین سیمی مربوط د”باغ”اوکلا”په نامه د ولسوالۍ پر۲دفاعي قرارګاؤ مجاهدینو بریالي عملیات ترسره کړل.
په دغو عملیاتو کې چي سپکې، درنې اولیزري وسلې وکارول شوې او د سهار تر ۵ بجو یې دوام وکړ، دعملیاتو په پایله کې د دښمن دواړي قرارګاوي په ټولیزه توګه فتحه شوې او د جګړن غلام محمد چي مشهوره په( باچا غني) وو له ۲۴ اجیرو عسکرو سره ځای پر ځای قتل او ۱۲تنه یې ژوندي ونیول شول.
په ژوندي نیول شویوعسکرو کې ۳ تنه چي ژور ژوبل شوي وو دبشري همدردۍ لمخې د مشر تابه له لوري ځای پرځای خوشي کړل شول.
په یادو فتحه شویو قرارګاه وو کې له دښمن څخه ۱شوبله، ۷میله ثقیلان، ۱۱ میله کارملي ټوپکونه، ۳قبضې راکټ، ۷میله چلتر ټوپکونه، ۱هاوان، ۳دانې بم افګن هاوانونه او په زیاته اندازه مهمات ولجه شول.
د الاماره سټوډيو همکار له نیول شویو عسکرو د فاتحانه جګړې په اړه مرکې کړي دي چي د لاندي ورکړل شویو لینکونو له لاري یې کتلی شئ.


Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: