د کابل کندهار عمومي لاره په غزني کې د دښمن پر مخ تړل شوې ده؛ویډیويي راپور

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمېسیون د سمعي اوبصري څانګي اړوند الاماره جهادي سټوډيو د کابل کندهار عمومي لاره چي د غزني ولایت په مربوطاتو کې د دښمن په مخ تړل شوې ده ویډيويي راپور نشر کړ.
په دغه ویډيويي راپور کې لیدل کیږي چي مجاهدین د یادي لاري پر سر په ډېر اطمنان سره ولاړ دي او د کابل د ګوډاګۍ او امریکايي اشغالګرو عسکرو د شتون هیڅ څرک نه تر سترګو کیږي.
دغه راز په همدې ویډیویي راپور کي ښکاري چي د الاماره سټوډيو همکار په همدې لاري د تلونکو مسافرو او موټروانانو څخه د لاري د بندېدلو او امنیت په اړه پوښتني کوي.
د الاماره سټوډيو دغه ویډيويي راپور چي تازه نشر شوی دی د لاندي ورکړل شویو لینکونو له لاري کتلی شئ.


Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: