فاریاب چهلګزي کې د دښمن وحشت، د الاماره سټوډيو ویډيويي راپور

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمېسیون د سمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي سټوډیو(فاریاب چهلګزي کې د دښمن وحشت) تر نامه لاندي ۳۰۶ شمېره ویډيويي راپور نشر کړ.
دغه ویډيويي راپور چي ۵ دقیقې کیږي، پکې لیدل کیږي چي امریکايي یرغلګرو د کابل ګوډاګۍ اداري د عسکرو په ملتیا د فاریاب ولایت د چهلګزي ولسوالۍ مرکز اړوند سیمه کې د ملکي خلګو په کورونو ړنده بمباري کړې ده.
د ګډ دښمن په بمبار کې یوه سپینږیري په شمول دوه ماشومان شهیدان او څو نور زخمیان شوي دي.
دغه رنګه یې د عامو بې دفاع کلیوالو کورونه په بمونو ویشتلي او تخریب کړي یې دي.
امریکايي او داخلي عسکرو دغه وحشت د روان ۲۰۱۸ مېلادي کال د اکتوبر میاشتي په ۱۰ تاریخ ماشپین مهال په داسي حال کې تر سره کړی چي په دې سیمه کې مجاهدینو شتون نه درلود او شهیدانو شویو ماشانو په پټیو کې خپل څاروي پېول.
د الاماره سټوډيو همکار د شهیدانو له نیژدې خپلوانو او زیانمنو شویو کلیوالو سره د دښمن له لوري د ترسره شوي وحشت په اړه مرکې کړي دي چي د لاندي ورکړل شویو لینکونو له لاري یې کتلی شئ.


Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *