د شلګر فتحه، د الاماره سټوډیو ویډيويي راپور

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمېسیون د سمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي سټوډيو (د شلګر فتحه) په نوم ۳۰۹شمېره ویډيويي راپور نشر کړ.
دغه ویډیويي راپور چي ۲۴دقیقې کیږي،د غزني ولایت د شلګر ولسوالۍ د فتحي په اړه ترتیب شوی دی.
همداراز په یاد ویډيويي راپور کې د شلګر ولسوالۍ د فتحي او غزني ولایت د عمومي وضعیت په اړه د ولایت له والي حاجي یوسف صاحب او د شلګر ولسوالۍ له نظامي مسؤل محترم بلال صاحب سره د الاماره سټوډيو همکارانو مرکې کړي دي.
باید وویل شي چي د شلګر ولسوالۍ هغه ولسوالي وه چې د امریکايانو لخوا په کې د اربکيانو په نامه تخم وکرل شو او د ساتلو لپاره يې له لسو زرو ډير عسکر، اربکیان او پولیس وژل شوي وو.
د شلګر ولسوالۍ په داسې حال کې فتحه شوه چې یوه ورځ وړاندي د پکتیکا ولایت خوشامند ولسوالۍ هم د مجاهدینو له لوري فتحه شوې وه.
(د شلګر فتحه په نوم) د الاماره سټوډيو دغه تازه نشر شوی ویډيويي راپور د لاندي ورکړل شویو لینکونو له لاري کتلی شئ.


Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *