هلمند کې ددښمن وحشت، د الاماره سټوډيو ویډيويي راپور

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمېسیون دسمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي سټوډيو( هلمند کې د دښمن وحشت) په نوم ۳۱۰ شمېره ویډيويي راپور نشر کړ.
په دغه راپور کې لیدل کیږي چي د کابل ګوډاګۍ ادارې د خپلو امریکايي بادارانو په ملتیا د هلمند ولایت د نوزاد او نهرسراج ولسوالیو په مربوطاتو کې د عامو بې دفاع کلیوالو په وړاندي یو ستر وحشت ترسره کړی دی.
ګډ دښمن لومړی د سپتمبر میاشتي په ۲۹ تاریخ د نهرسراج ولسوالۍ د یخجال، سره ښاخ، وزیرومانده او بلوڅانو په نوم سیمو کې چاپې ووهلي دي چې په ترڅ کي یې یو شمېر بې ګناه کلیوال د ماشومانو په ګډون شهیدان کړي او ۲۰ تنه یې له ځانه سره د بندیانو په توګه وړي دي.
دغه راز یې د ملکي خلګو ۱۵ عرادي موټرسایکلونه ۴عرادي موټر ۲ پلونه او د ماشومانو یوه مدرسه په بمونو الوزولي دي.
همداراز امریکايي اشغالګرو او داخلي ګوډاګیانو یې په نهرسراج ولسوالۍ کې تر کړي وحشت یوه ورځ وروسته د سپتمبر میاشتي په ۳۰ تاریخ د یاد ولایت د نوزاد ولسوالۍ په د برنوذاد په سیمه کې د خلګو په کورونو چاپې وهلې دي چي دعامو خلګو کورونه یې د یوه مسجد په شمول بمبار کړي او د سیمي اوسېدونکوته یې د سر او مال دروند زیان اړولی دی.
د هلمند په نهرسراج او نوزاد کې د دښمن د ترسره شوي وحشت پوره جزئیات د الاماره سټوډيو(هلمند کې د دښمن وحشت) تر عنوان لاندي تازه نشر شوي ویډيويي راپور کې د لاندي لینکونو څخه په استفاده کتلی شئ.


Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *