د اجیرستان فتحه په نوم د الاماره سټوډيو(۹۲)اصدار نشر شو

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمېسیون د سمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي سټوډيو( د اجیرستان فتحه) تر عنوان لاندي (۹۲) شمېره په زړه پوري اصدار نشر کړ.
دغه ویډيويي اصدار چي دیرش دقیقې کیږي، د دایکنډي ولایت د اجیرستان ولسوالۍ د فتحي په اړه ترتیب شوی دی.
د دایکنډي ولایت اجیرستان ولسوالۍ د روان ۲۰۱۸ کال د اګست میاشتي په ۱۱ تاریخ د مجاهدینو له لوري د یولړ بریالیو عملیاتو په ترڅ کې فتحه شوه.
په اجیرستان ولسوالۍ کې د دښمن د پوځي مراکزو د فاتحانه عملیاتو په مهال د دښمن دمهم قومندان بیدو په شمول ۴۳ تنه عسکر وژل شوي چې جسدونه یې په اصدار کې لیدل کیږي دجګړې په ډګر کې پراته دي، او ۳۹ تنه کمانډویان چې داستخباراتو رئیس او یو پوځي ډاګټر هم پکې شامل دي ژوندي نیول شوي دي او یو په بل پسې په دغه ویډیويي اصدار کي راوړل شوې دي، د نومونو،منسبونو او تعرفي پوښتني ور څخه شوې دي.
د اجیرستاو ولسوالۍ د فتحي په پایله کې مجاهدینو ته له دښمن څخه یو S.P.G9 توپ ، ۲ دهشکې ، یو هفتادوپنج، یو اګایز، ۴ ثقیلان ، یو کمانډو هاوان ، ۷کلاشینکوفونه ، ۲۲ کارمولي ټوپکونه،۲ توپنګچې،۲۱ M4 امریکايي ټوپکونه ، ۱۶ د شپې دوربینان،۳ رینجرموټر او ۱۷ موټره مرمۍ اومهمات لاس ته ورغلي دي چي د ویډيو په منځنۍ برخه کې لیدل کیږي.
دغه راز د اجیرستان ولسوالۍ له مسؤل محترم (غازي مولوي) صاحب سره د ولسوالۍ د وروستیو فاتحانه عملیاتو، لاسته راوړنو او د دښمن د تلفاتو په اړه د الاماره سټوډيو همکار تفصیلي مرکه کړې ده چي د اصدار په وروستۍ برخه کې ځای شوې ده.
(د اجیرستان فتحه )تر نامه لاندي د الاماره جهادي ستوډيو( ۹۲) اصدار چي تازه نشر ته سپارل شوی دی، د یادي سټوډيو د تخنیکي همکارانو له لوري په معیاري ګرافیک او په زړه پوري ترتیب سره یې صحنې ووډل شوې دي.
(د اجیرستان فتحه) ویډیويي اصدار د لاندي لینکونو څخه په استفاده کتلی او ښکته کولی شئ.


Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *