میدان وردګ چک کې د دښمن شکست، د الاماره سټوډيو ویډيويي راپور

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمېسیون د سمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي سټوډيو(میدان وردګ چک کې د دښمن شکست)تر عنوان لاندي ۳۱۵ شمېره ویډیويي راپور نشر کړ.
په دغه ویډيويي راپور کې لیدل کیږي چې د روان کال د اکتوبر میاشتي په ۱۸ تاریخ مجاهدینو د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل ادارې د عسکرو په نظامي مراکزو بریالي عملیات ترسره کړې دي چي د ګڼو عسکرو په وژل کېدو او ټپیانېدو سربېره یې له دښمن څخه په زیاته اندازه درنې او سپکې وسلې، مهمات او پوځي عرادجات نیولي دي.
همداراز د ویډيو په یوه برخه کې یو زغروال ټانګ لیدل کیږي چي مجاهدین پکې سپاره دي او د کابل ادارې له عسکرو څخه یې د عملیاتو په ترڅ کې نیولی دی.
د دې ویډيويي راپور په وروستۍ برخه کې د چک ولسوالۍ له نظامي مسؤل سره په ولسوالۍ کې د وروستیو فتوحاتو او جهادي وضعیت په اړه د الاماره سټوډيو همکار مرکه راوړل شوې ده.
(میدان وردګ چک کې د دښمن شکست) تر نامه لاندي تازه نشر شوی ویډيويي راپور د لاندي ورکړل شویو لینکونو له لارې کتلی شئ.


Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *