سیدآباد کې د زرنې د مهمې پوستې د فتحې ویډيويي راپور

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمېسیون د سمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي سټوډيو (میدان وردګ سیدآباد کې د زرنې په نوم پوسته فتحه شوه) تر عنوان لاندي خپل ۳۱۶ شمېره ویډیويي راپور نشر کړ.
په دغه ویډيويي راپور کې لیدل کیږي چي مجاهدینو د میدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ اړوند دزرنې په نوم سیمه کې د کابل ادارې دعسکرو په یوه مهمه پوسته عملیات کړي دي او نیولي یې ده.
په ویډيو کې مجاهدین په داسي حال کې لیدل کیږي چي تازه د دښمن مرکز ته داخلیږي او هلته د وژل شویو عسکرو تر څنګ ژوندیو ته د تسلیمۍ ږغونه کوي او د ژوندي پاتي کېدلو ډاډ ورکوي.
د زرنې په نوم د فتحي شوې پوستې نور جریان د الاماره سټوډيو په دغه تازه نشر شوي ویډیويي راپور کې د لاندي ورکړل شویو لینکونو له لاري کتلی شئ.


Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: