بلخ دولت اباد کې له یوې ستري سیمي د دښمن تېښته:ویډيويي راپور

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمېسیون د سمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي سټوډيو (بلخ دولت اباد کې له یوې ستري سیمي د دښمن تېښته)تر نامه لاندي ۳۱۷ شمېره ویډيويي راپور نشر کړ.
په دغه ویډیويي راپور کې په زیات شمېر مجاهدین لیدل کیږي چي د بلخ ولایت دولت اباد ولسوالۍ د تالي ګک او کرجګک سيمي یې په خپل کنټرول کي اخیستي او له د ښمن څخه یې تصفیه کړې دي.
باید وویل شي چي د کابل ادارې ډارن عسکر د روان ۲۰۱۸ مېلادي کال د نومبر میاشتي په ۵ تاریخ په داسي حال کې له یادو سیمو څخه تېښته کړې چي مجاهدینو په دوی په نظامي مراکزو د عملیاتو پلان درلوده.
د الاماره سټوډيو همکار چي په نوموړې سیمه کې موجود وو، یاد شوی جریان یې د خپلي کامرې تر پوښښ لاندي راوستلی دی چي د لاندي لینکونو له لاري یې کتلی شئ.


Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: