فراه کې د نظامي کنډک فتحه، د الاماره سټوډيو ویډيويي راپور

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمېسیون د سمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي سټوډيو (فراه کې د نظامي کنډک فتحه) تر عنوان لاندي ۳۲۰ شمېره ویډيويي راپور نشر کړ.
دغه ویډيويي راپور چي ۱۸ دقیقې کیږي،د فراه ولایت پشتکوه ولسوالۍ کې د کابل ادارې په اصطلاح د سرحدي عسکرو د کنډک فتحي ته ځانګړی شوی دی.
د الخندق عملیاتو په لړکې د روان ۲۰۱۸ مېلادي کال د نومبر میاشتي په ۶ تاریخ دفراه ولایت پشتکوه ولسوالۍ اړوند سیمه کې دمزدورو عسکرو په مهم کنډک داسلامي امارت مجاهدینو پراخ وسلوال بریدونه ترسره کړل چي په پایله کې یاد کنډک په بشپړه توګه فتح شو، ګڼ شمېر مزدور عسکر پکې ووژل شول او تر ۳۰ تنو زیات ژوندي ونیول شول.
دغه راز پوځي ټانګونه، رینجرموټر او ډول ډول سپکي او درنې وسلې او په زیاته اندازه مهمات ولجه شول.
د الاماره جهادي سټوډيو په دغه تازه نشر شوي ویډيويي راپور کې فتحه شوی کنډک،وژل شوي او نیول عسکر،ولجه شوي ټانګونه،رینجر موټر، درنې او سپکې وسلې، مهمات او د جګړې په ډګر کې د نیول شویو عسکرو خلاصون او پیغامونه لیدلی شئ.
د ویډیو د کتلو لپاره له لاندي لینکونو څخه استفاده وکړئ.


Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: