فراه کې د دښمن ټولۍ فتحه شوه، د الاماره سټوډيو ویډيويي راپور

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمېسیون د سمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي سټوډيو(فراه کې د دښمن ټولۍ فتحه شوه) تر عنوان لاندي ۳۲۴ شمېره ویډیويي راپور نشر کړ.
دغه ویډيويي راپور چي ۹ قیقې وخت نیسي، پکې لیدل کيږي چي مجاهدینو تیره شپه د فراه ولایت فراه رود ولسوالۍ سرو غنډو سیمه کې د مزدور دښمن د پولیسو په یوه ټولې باندې چاپه وهلې او فتحه کړې یې ده.
په ویډيو کې ویل کیږي چي چاپه هغه مهال ترسره شوه چې په ټولې کې دننه ۶ تنه نفوذي مجاهدینو له بهرنیو کومکي مجاهدینو سره مرسته وکړه او د ټولۍ مقر ته یې داخل کړل.
د عملیاتو په پایله کې د دښمن ټولی په بشپړ ډول فتحه شوې ، د ټولۍ د قومندان او افسرانو په ګډون په لسګونو پولیس ووژل شوي دي، شوبلې وسلې او مهمات یې د مجاهدینو له لوري ولجه شوي دي.
(فراه کې د دښمن ټولۍ فتحه شوه)تر نامه لاندي تازه نشر ته سپارل شوی ویډيويي راپور د لاندي ورکړل شویو لینکونو له لاري لیدلی شئ.


Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: