(د فتحو زېری)په نوم د الاماره سټوډيو په زړه پوري راپور

د افغانستان اسلامي امارت دفرهنګي چارو کمېسیون دسمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي سټوډیو(۳۲۸) شمېره ویډيويي راپور (د فتحو زیری) تر عنوان لاندي نشر کړ.
دغه ویډيويي راپور چي ۱۹ دقیقې کیږي، د پکتیکا ولایت په اومنه ولسوالۍ کې وروستیو فتوحاتو ته ځانګړی شوی دی.
په دغه ویډيويي راپور کې لیدل کیږي چي د الاماره سټوډيو همکار د یادي ولسوالۍ اړوند ځواکې سیمي ته ورغلی دی او هلته یې د د دښمن د مفتوحه مراکزو څخه لیدنه کړې ده.
دغه راز یې د سیمي له اوسېدونکو سره د مجاهدینو په عملیاتو کې د شړل شوي دښمن د تېر کړې وخت او جنایاتو په اړه خبري کړي دي، د سیمي اوسېدونکو ورته د دښمن د عسکرو له لوري د ولسي وګړو سره د شویو مظالمو څو بېلګي د مشت نمونه یې خروار په ډول ویلې دي .
د ویډيو په وروستۍ برخه کې د الاماره سټوډیو همکار د اومني ولسوالۍ له نظامي مسؤل مولوي عبدالقهار (متوکل) صاحب سره د دښمن په فتحه شویو پوستو باندي د عملیاتو د پلان، تطبیق او نتایجو په اړه مفصله مرکه کړې ده .
(د فتحو زېری)په نوم د الاماره سټوډيو په زړه پوري ویډيويي راپور چي تازه نشر ته سپارل شوی دی د لاندي ورکړل شویو لینکونو له لاري کتلی شئ.


Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: