د غزني جاغوري کې وروستي فتوحات، د الاماره سټوډيو ویډيويي راپور

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمېسیون د سمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي سټوډيو(د غزني جاغوري کې وروستي فتوحات) تر عنوان لاندي (۳۳۰) شمېره ویډيويي راپور نشر کړ.
دغه ویډيويي راپور چې ۱۳ دقیقې کیږی، په کې لیدل کیږي چي د یادي سټوډیو همکار د جاغوري ولسوالۍ اړوندو (انګوري او ده موردې) سیمو ته چي تازه له دښمن څخه تصفیه شوې ورغلی دی.
د ویډيو په لومړۍ برخه کې د دښمن د مفتوحه پوستو او په جګړه د ورژل شویو عسکرو جسدونه چي د جګړې په ډګر پراته دي راوړل شوي دي.
ورپسې د الاماره سټوډيو همکار په یادو سیمو کې د سیمي له اوسېدونکو سره چي اکثره یې هرازه توکمه دي د دښمن د شکست او دروغجنو تبلیغاتو، د مجاهدینو د عملیاتو د جریان او له ولسي وکړو سره د چلند په اړه مرکې کړي دی.
د غزني جاغوري کې وروستي فتوحات تر نامه لاندي تازه نشر شوی ویډيويي راپور د لاندي ورکړل شویو لینکونو له لاري کتلی شئ.


Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: