هلمند ګرمسېر کې د دښمن وحشت، د الاماره سټوډيو ویډيويي راپور

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمېسیون د سمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي سټوډيو (هلمند ګرمسېر کې د دښمن وحشت) تر نامه لاندي ۳۳۴ شمېره ویډيويي راپور نشر کړ
په دغه ویډیويي راپور کې لیدل کیږي چي امریکايي اشغالګرو د کابل ګوډاګۍ ادارې د عسکرو په ملتیا تېره شپه د هلمند ولایت ګرمسېر ولسوالۍاړوند د کوشتي او ځنځيري ډراب په سیموکې دچورلکوپه مټ دملکي خلکو پر کورونو او سمییز بازار چاپه ووهلې او هلته یې ستر وحشت ترسره کړی دی.
ګډدښمن په سیموکې په ترسره کړې جنایت سره تر دې مهاله د یوتن هیوادوال اختر محمد پر کور په بې رحمه بمبار کې دښځو اوماشومانو په ګډون د یادي کورنۍ ۲۳ تنه شهیدان کړي . انالله واناالیه راجعون
په سیمه کې د دګډ دښمن وحشتونه لا هم دوام لري او په سیمه کې د ولسي وګړو په وژنه بوخت دي..
الاماره سټوډیو د دښمن له لوري د ترسره شوي وحشت په اړه ویډيويي راپور ترتیب کړی دی چي دلاندي ورکړل شویو لینکونو له لاري یې کتلی شئ.


Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: