ارزګان دهراود کې د دښمن وحشت، د الاماره سټوډيو ویډيويي راپور

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمېسیون دسمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي سټوډيو(ارزګان دهراود کې د دښمن وحشت) تر نامه لاندي (۳۴۴) شمېره ویډيويي راپور نشر کړ.
دغه ویډيويي راپور چي ۸ دقیقې کیږي، د ارزګان ولایت د دهراوت ولسوالۍ اړوند دمیان آب په سیمه کې د دښمن د ستر وحشت په اړه ترتیب شوی دی.
په راپور کې لیدل کیږي چي د کابل ګوډاکۍ ادارې د عسکرو په مرسته خارجي وحشتګرو په یاده سیمه کې د ملکي خلګو په کورونو چاپې وهلي دي او بمبار یې کړی.
د دښمن په بمبار کې ګڼ کورونه ویجاړ شوي دي چي د ماشومانو او ښځو په شمول په لسګونو بې دفاع کلیوال په شهادت رسېدلي دي.
ارزګان دهراود کې د دښمن وحشت تر عنوان لاندي تازه نشر ته سپارل شوی ویډيويي راپور د لاندي ورکړل شویو لینکونو له لاري کتلی شئ.


Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: