غزني ناوه کې د دښمن وحشت، د الاماره سټوډيو ویډيويي راپور

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمېسیون د سمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي سټوډيو(غزني ناوه کې د دښمن وحشت) عنوان لاندي(۳۴۵) شمېره ویډيويي راپور نشر.
په دغه ویډيويي راپور کې لیدلی کیږي چي د روان ۲۰۱۸ مېلادي کال د دیسمبر میاشتي په دوهم تاریخ د شپې لس بجې امریکايي اشغالګرو د داخلي ګوډاګیانو په ملتیا دغزني ولایت د ناوې ولسوالۍ په بازار او شاوخوا کورونو چاپې وهلې دي، د ګډ دښمن د چاپو په ترڅ کې د ښار دهټیو، دتیل پمپونو او ذخیرو، موټرانو او موټرسایکلانوپه شمول ګڼ شمېر کورونه سوځولي او تخریب کړې دي .
په ویډيو کې د سیمي اوسېدونکي وایي چي د دوی له دوکانونو او کورونو څخه یې قیمتي وسایل او اجناس له ځانه سره وړي دي او هر څه چي په لاس ورتلل د غلو غوندي یې صرفه نه باندي کړې.
همداراز یې یو سمییز روغتون هم لوټ کړی او نقلیه وسایط ور سوځلي دي.
غزني ناوه کې د دښمن وحشت تر نامه لاندي دغه ویډيويي راپور چي تازه د الاماره جهادي سټوډيو له لوري نشر شوی دی د لاندي ورکړل شویو لینکونو څخه په استفاده یې کتلی شئ.


Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: