(د شېبکوه فتحه) په نوم د الاماره سټوډيو ویډیويي راپور نشر شو

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمېسیون د سمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي سټوډيو(دشېبکوه فتحه) تر عنوان لاندي (۳۴۸) شمېره ویډيويي راپور نشر کړ.
د فراه ولایت شېبکوه ولسوالۍ د روان ۲۰۱۸ مېلادي کال د دیسمبر میاشتي په ۱۲ تاریخ مجاهدینو تر ۲ میاشتنۍ محاصرې وروسته له ټولو ملحقاتو سره فتحه کړه.
د یادي ولسوالۍ په فتحه سره مجاهدینو دښمن ته د سر او مال درانه تلفات ور واړول ګڼ شمېر وسلې او مهمات یې ترې ولجه کړل.
د الاماره سټوډيو دغه ویډيويي راپور چي د شېبکوه ولسوالۍ د فتحي په اړه ترتیب شوی دی، پکې د ولسوالۍ ودانۍ، خاد ریاست او امنیه قومندانۍ مراکز او د دښمن تخریب شوي نقلیه وسایط لیدل کیږي.
همداراز د ویډيو په وروستۍ برخه کې د مفتوحه ولسوالۍ په ودانۍ کې د مجاهدین، علماء کرام او په زیاته اندازه د سیمي اوسېدونکي د یوې سترې غونډې په مهال لیدل کیږي.
(د شېبکوه فتحه) په نوم د الاماره سټوډيو ویډیويي راپور د لاندي ورکړل شویو لینکونو له لاري کتلی شئ.


Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: