دعوت [ ۳ ]

د جدې د شپږم په اړه دالهجرة اسلامي نشراتي ادارې له مستندو معلوماتو ډک جالب اصدار په ډير درنښت درنو مینوالو ته وړاندې کیږي .
پدې(47) دقيقه ییز مستند اصدارکې دافغانستان داوسنيو ناخوالو له ټولو کورنيو او بهرنيو عواملو څخه پرده پورته شوې ده چې ستاسو ليد او قضاوت ته وړاندې شوي دي.
پدې مستند (47)دقيقه يي اصدارکې لاندې تاريخې مطالبوته ځای ورکول شوی:
1. زمونږ په ګران هيوادکې دکفري کمونستي شوروي اتحاد اوږده مستقيمه او غير مستقيمه مداخله
2. له ۱۹۲۴ میلادي کال څخه دغې ناولې مداخلې ته زمينه ساز کمونست کورني عوامل او عناصر
3. زموږ له مظلوم ولس سره دکمونستانو د تورې دورې د نورمحمد ترکي ، حفيظ الله امين ، ببرک کارمل ، ډاکټر نجيب د وحشي رژيمونو بشر بوږنوونکي جنايتونه اوملي خيانتونه
4. دشر او فساد جنايتونه
5. هغو ناخبرو ځوانانوته تنبه او له تاريخ څخه دزده کړو موارد په ګوته شوي کوم چې په ناخبرۍ کې دکمونستانو په ځانګړې توګه دملحد ډاکټر نجيب ستاينه کوي.
6. دشورويانو ، کمونستانو په ضد دافغانانو جهاد او مقاومت اوکم سارې مېړانه او سرښندنه .
7. په فلم کې له سر څخه ترپايه پورې نورو جالبو مطالبو او ويډيوګانوته هم ځای ورکول شوی او په ښکلو ترانو بدرګه شوی دی.
خو ديادوني وړده چې ډير ژر به د الهجرة اسلامي نشراتي ادارې یو بل په زړه پورې اصدار دعوت [ ۴ ] چې په 2018 میلادی کال کې داشغال ناخوالو، مهمو پېښو ، په نظامي او سياسی ډکرکې داسلامی امارت دمجاهدينو برياوو ته ځانګړی شوی دی خپور شي.
له الله جل جلاله څخه د دغو د یادو اصداراتو د قبولیت سوال کوو او له درنو مینوالو څخه غواړو چې په نشر او خپراوي کې خپلې هڅې ونه سپموي.
په درنښت
دافغانستان داسلامي امارت دفرهنګي چارو کمېسيون د سمعي او بصري څانګې اړوند الهجرة اسلامي نشراتي اداره
د اصدار د کتلو لپاره له لاندي لینکونو څخه استفاده وکړئ.

 

https://archive.org/details/al_hijrat1428_yahoo_36#


 

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: