دکندز فتحه : د الامارة سټوډیو ۵۶ ویډیویي اصدار نشر ته وسپارل شو

Click hereد افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چاروکمیسیون د سمعي او بصري څانګې مربوط د الامارة جهادي سټوډيو په زړه پوري ۵۶ شماره اصدار چې د کندز ښار او ولسوالیو د فتحو له ځانګړو صحنو ترتیب شوی نشر ته وسپارل شو.
د الاماره جهادي سټوډیو دغه مستند ویډیویي اصدار چې د الامارة جهادي سټوډیو د عمري لښکر د سلسلې دريمه کړۍ ده، د کندز ولایت د فتحي په نوم نومول شوی دی، دغه مستند ویډیويي  اصدار چې ټول ټال یو ساعت او شپږ دقیقې بر لري د قرآن کریم په څو مبارکو ایاتونو پلیږي، ورپسې په کندز ښار کې د ګوډاګۍ ادارې په  مراکزو د مجاهدینو د فاتحانه بریدونو څرنګوالی په یوه لنډه مقدمه کې د انځوریزو صحنو سره بیان شوی دی.
په دې سربېره په ویډیو کې د چهاردرې  او دشت ارچي ولسوالیو د فتحه شویو مرکزونو، جنګي اسیرانواو مجاهدینو ته په لاس ورغلي غنایمو چې مهمات او سایط دي، په مستند ډول یې ویډیویي  صحنې راوړل  شوې دي.
ویډيو ته د الحاج ملافقیرمحمد (دروېش) او ملامحمد امین حیدرې نویو او په زړه پوري ترانو ډيره ښکلا وربښلې ده.
ویډیو  د کندز ولایت د جهادي مسؤل ملا عبدالسلام اخند په یوه لنډ غږيز پيغام سره پای ته رسېږي.
په لاندي ورکړل شویو لینکونو یې لیدلای او خپلو کمپیوټرونو او موبایلونو ته ښکته کولای ش
د فرهنګي چارو کميسيون سمعي او بصري څانګه
الاماره جهادي سټوډيو اداره
Full HD
Download Link
Mobile MP4
Download Link
Mobile 3GP
Download Link
 

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: