د خوګیاڼو فتحه؛ د الاماره سټوډیو اصدار

د خوګیاڼو فتحه؛ د الاماره سټوډیو نوی، په زړه پورې او له تلوسې ډک اصدار دی، چې پکې د غزني ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ د فتحې عملیاتو، له فتحې وروسته د سیمې وضعیت، د مجاهدینو فعالیت ، د ولس احساساتو او د یادې سیمې نورو حالاتو ته هر اړخیزه کتنه شوې.
د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمیسیون په اډانه کې د سمعي او بصري څانګې اړوند د الاماره جهادي سټوډیو ویاړي، چې د پنځم نشراتي کال د را رسېدو په درشل او د عزم د نظامي عملیاتو د  مهمو لاسته راوړنو په لړ کې د نورو متفرقو خپرونو تر څنګ خپل ۵۲ اصدار هم تر خپلو درنو مینه والو او ګرانو هیوادوالو پورې رسوي.
د خوګیاڼو فتحه په نوم دا اصدار ، چې هره صحنه یې د کتونکي تلوسه څپڅانده کوي،په ټوله کې په پنځو برخو ویشل شوی، چې  د اصدار اړوند مقدمه، د ولسوالۍ د فتحې عملیات، له فتحې وروسته د ولسوالۍ وضعیت او مجاهدینو ته د خلکو تود هرکلی، د فتحې او نورو موضوعاتو په اړه له مسؤلینو سره مرکې او په پای کې د خلکو احساسات او نظرونه په لمن کې را نغاړي.
تاسو قدرمن  مینه وال به په دغه له نوښته ډک اصدار کې ، چې ټول ټال (47:23) وخت په بر کې نیسي، د خوګیاڼو د ښایسته او سمسورې سیمې ښکلې منظرې او د دې جهاد او مجاهد پرورې ولسوالۍ لویه سوبه، پاه لسګونو منظم او مجهز مجاهدین او د ولسي ژوند و ژواک څرکونه وګورئ.
لطفاً د لاندنیو لینکونو په مټ د الاماره جهادي سټوډيو دغه نوی او په زړه پورې اصدار تر لاسه او له نورو دوستانو سره یې شریک کړئ.
Mobile MP4
FLV
3GP

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: