د دښت ارچي فتحه د الاماره سټوډيو تازه ویډیو

د روژې مبارکې په لومړۍ نیکمرغه اونۍ کې د اسلامي امارت زړورو مجاهدینو په کندز ولایت کې دوې مهمې ولسوالۍ چهاردره او دښت ارچي یو په بل پسې فتح او ددښمن له ناپاکه وجوده په بشپړ ډول پاکې کړې.
د اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمیسیون د سمعي او بصري څانګې اړوند د الاماره سټوډیو همکارانو د دښت ارچي ولسوالۍ د جګړې، نیونې او په کې لاسته راغلیو غنیموتو عکاسي کړې، چې اوس يې د یو مستند راپور په بڼه خپلو لیدونکو ته وړاندې کوي.
دا ویډیو چې تازه د الاماره پاڼې د ویډیو او فلمونو په برخه کې خپره شوې ټول ټال ۷ دقیقې او ۲ ثانیې ده.
په ويډيو کې تاسو وینئ، چې مجاهدینو څرنګه د دښمن قوي او مضبوط مرکزونه نیولي، ملکي او نظامي تاسیسات یې په ولکه کې دي او د هر ځای له نیولو وروسته پرې د اسلام سپين بیرغونه رپوي.
همدارنګه ډله ډله مجاهدین ښکاري، چې د دښت ارچي ولسوالۍ په مقر، امنیه قومندانۍ او نورو اړوندو ادارو او همداراز په بازار ، لویو لارو او کوڅو کې ګرځي او له تښتیدلي دښمن څخه نیول شوي غنیمتونه را غونډوي او تر خپلو مرکزونو پورې انتقالوي.
دا چې په دښت ارچي ولسوالۍ کې نور څه تیریږي او نظامي وضعیت یې څه ډول دی دا تاسو او دا هم د الاماره سټوډیو ویډيويي راپور.
د لاندي ورکړل شوي لینک په مټ کولای شئ دا جالبه ویډیو مخامخ وګورئ او خپلو کمپیوټرونو او ګرځنده موبایلونو ته یې کښته کړئ.
د افغانستان اسلامي امارت
د فرهنګي چارو کمیسیون
سمعي او بصري څانګه
واتساف شمیره :0093705443285
HD
https://archive.org/download/DashteArchiHigh/DashteArchi-high.mp4
FLV
https://archive.org/download/DashteArchi2015/DashteArchi.flv
 
MP4mobile
https://archive.org/download/DashteArchiMobile/DashteArchi-mobile.mp4
3GP
https://archive.org/download/DashteArchi3gp/DashteArchi.3gp

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: