الاماره سټوډيو د ( عمري لښکر ) په نوم نوی جهادي اصدار نشر کړ

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کميسيون د سمعي او بصري څانګې اړوند د الاماره سټوډيو لخوا د ( عمري لښکر ) جهادي فلمونو د لړۍ دوهمه کړۍ نشر شوه.
دغه ويډيو چې د يادې ادارې د همکارانو په زيار په نوې او په زړه پوري بڼه اوډل شوې، ټول ټال ۴۶ دقيقې کېږي.
په دې جهادي فلم کې په هلمند ولايت کې د افغانستان د اسلامي امارت د مجاهدينو لخوا ترسره شوي مخامخ بريدونه او د دښمن فتحه شوي مراکز ښودل کېږي.
ويډيو بيلا بيلو صحنو ته په کتلو په څو برخو ويشتل شوې ده، يوه برخه يې په ياد ولايت کې د اسلامي امارت د مجاهدينو پراخ شتون او په ګڼو سيمو کې داسلامي امارت بشپړ حاکمیت راباندي ويني.
بله برخه يې هغه ويډيو ګاني دي چې په جلا سيمو کې د مجاهدينو په لاس فتحه شوي پوستې پکې ليدل کيږي، دا برخه د هلمند ولايت په اړوندو سيمو کې د مجاهدينو قوت او د دښمن شکست او ورته اوښتي تلفات په ډاګه کوي.
په يوه برخه کې يې بيا د اسلامي امارت د سرسپارلو مجاهدينو له ډلي دوه فدايي مجاهدين وينو چې دوی پکې څو لنډي خبري او وصيتونه کړي او بيا يې د دښمن په قوي مراکزو د موټربم په توسط فدايي بريدونه ترسره کړي دي.
د دې جهادي فلم وروستۍ برخه په سيمه کې د دښمن ظلمونو ته ځانګړې شوې او هغه کورونه، باغونو او نوري ودانۍ پکې ښودل شوي چې د بې رحمه دښمن لخوا په بمبار او د بلډوزرو په توسط په بشپړه توګه ويجاړې شوي دي، دا برخه راښيي چې د دښمن د بشردوستۍ ادعا څومره بې حقيقته او ستر دروغ او يوازي د مسلمان ملت د تيرايستلو وسيله ده.
ويډو چي د افغانستان د اسلامي امارت د تکړه نعت خوانانو په خوږو اوازونو کې په ښکلو ترانو ښايسته شوې. دراروان کوچني اخترپه مناسبت دعالیقدرامیرالمومنین دپيغام په یوبرخه اختتام مومي 
دا جهادي ويډيو په لوړ، متوسط او کمزوري کيفيت کې له لاندي تړونونو څخه کتلی او دغه راز يې خپل کمپيوټر او موبايل ته ښکته کولی شئ.
د افغانستان اسلامي امارت
د فرهنګي چارو کميسيون سمعي او بصري څانګه
د الاماره جهادي سټوډيو
واټس آف شمېره
0093705443285

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: