د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کي د وروستیو فتوحاتو په اړه د الاماره سټوډيو ويډیويي راپور

د عمري عملیاتو د پیل په برکت په هره ساحه کې ددښمن پر نظامي‌مرکزونو دمخامخ وسلوالو حملو، استشهادي عملیاتو اوپر پوځي قطارونو د انفجاري بریدنو د ترسره کیدو ترڅنګ د اسلامي‌ امارت قهرمان مجاهدین توانیدلي چې د هیواد په مختلفو ولایتونو کې په پراخو سیمو خپل واک او سلطه ټینګه کړي.

د شاولیکوټ ولسوالي د کندهار ولایت یوه له مهمو ولسوالیو څخه ګنل کیږي، له همدې ولسوالۍ نه د کندهار ـ ارزګان عمومي لار تیره شوې اشغالګرو ځواکونو او ګوډاګیو عسکرو ددې اکمالاتي‌لارې د خوندي ساتلو په موخه د شاولیکوټ په ولسوالي کې ګڼ شمیر پوستې او امنیتي عسکر ځاي پر ځای کړي وو
دیادو سیمو د فتحې په عملیاتو کې داخلي عسکرو، پولیسو،اجیرې اردو او اربکیانو ته د سر او مال درانه زیانونه واوښتل،د عملیاتو په نتیجه کې مجاهدینو ته ګڼ شمیر سپکې او درنې وسلې،مهمات او پوځي عرادجات غنیمت په لاس ورغلل.

د لاندي ورکړل شویو لینکونو له لارې  به د شاولیکوټ په ولسوالۍ کې دښمن ته د اوښتو زیانونو،جهادي غنایمو او نورو مربوطه موضوعاتو په اړه مستندې صحنې وګورئ چې د الاماره سټوډیو د همکار لخوا ترتیب او تهیه شوي‌دي

لوړ کیفیت د کتلو لینک
د لوړ کیفیت د ښکته کولو لینک
د موبایل کیفیت د کتلو لینک
دموبایل کیفیت د ښکته کولو لینک

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: