دخانشین فتحه دالاماره سټوډیو ۵۸ اصدار نشر شو

د فرهنګي‌کمیسیون د سمعي‌او بصري‌څانګې مربوط د الاماره جهادي‌سټوډیوله لوري د خانشین فتحه په نوم د فتوحاتو د ځانګړې لړۍ نوی په زړه پوري‌اصدار نشر او مینوالو ته د کتلو لپاره وړاندي شو.
دا اصدار چې ټول ټال( ۵۰) دقیقې کیږي له سره تر پایه د خانشین ولسوالۍ مبینې فتحې ته ځانکړی شوی ،د یادې ولسوالۍ د فتحې د جریان اوپه جګړه کې له دښمن نه د نیول شویو غنیمتونو ویډیويي صحنې په کې ښودل شوي
په ویډیو کې مجاهدینو د خپل قوت او ځواک پوره مظاهره کړې، په سلګونو مجاهدین چې په سپکو او درنو وسلو سمبال دي، پیاده او په خپلو پوځي وسایطو کې سپاره د ولسوالۍ مقر ته په داسې حال کې ننوزي چې د تکبیر ملکوتي شعارونه بدرګه کوي.
دښمن همیشه د خپلو اجیرو رسنیو په مټ دا تبلیغوي چې کله طالبان کوم ښار ته په زور ننوزي هلته د ملکي‌خلګو مرګ ژوبله رامنځ ته کیږي او په قصدي‌توګه دولتي‌تاسیساتوته زیان اړوي،په دې اصدار کې په مستنده توګه ښودل شوي چې کله مجاهدین د خانشین ولسوالي مرکز ته د اخلیږي د پلان لمخېدخپلو موظفو کسانولخوا د دولتي‌تاسیساتو،تعلیمي ادارو،صحي‌مرکزونو او نورو خدماتي‌ودانیوساتنه کوي.
په ویډیو کې د ولسي خلګو او دبازار د اوسیدونکو لنډې مرکې ځای شوې،چې د خانشین په فتحه
خوښي څرګندوي او د کابل رژیم د عسکرو له ظلمونو او وحشتونو سرټکوي
ویډیو د هیواد د مشهور دیني عالم شیخ الحدیث والتفسیر خلیفه د ین محمد صاحب په لنډه علمي وینا پایته رسیږي.
د لاندي ورکړل شویو لینکونو له لارې ویډیو مخامخ کتلی او ډاونلوډ کولای شئ
 
 
 
 
 

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: