د کندوز فتحه دالاماره سټوډیو ۵۶ اصدار

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چاروکمیسیون د سمعي او بصري څانګې مربوط د الامارة جهادي سټوډيو په زړه پوري ۵۶ شماره اصدار چې د کندز ښار او ولسوالیو د فتحو له ځانګړو صحنو ترتیب شوی نشر ته وسپارل شو.
د الاماره جهادي سټوډیو دغه مستند ویډیویي اصدار چې د الامارة جهادي سټوډیو د عمري لښکر د سلسلې دريمه کړۍ ده، د کندز ولایت د فتحي په نوم نومول شوی دی، دغه مستند ویډیويي  اصدار چې ټول ټال یو ساعت او شپږ دقیقې بر لري د قرآن کریم په څو مبارکو ایاتونو پلیږي، ورپسې په کندز ښار کې د ګوډاګۍ ادارې په  مراکزو د مجاهدینو د فاتحانه بریدونو څرنګوالی په یوه لنډه مقدمه کې د انځوریزو صحنو سره بیان شوی دی.
په دې سربېره په ویډیو کې د چهاردرې  او دشت ارچي ولسوالیو د فتحه شویو مرکزونو، جنګي اسیرانواو مجاهدینو ته په لاس ورغلي غنایمو چې مهمات او سایط دي، په مستند ډول یې ویډیویي  صحنې راوړل  شوې دي.
ویډيو ته د الحاج ملافقیرمحمد (دروېش) او ملامحمد امین حیدرې نویو او په زړه پوري ترانو ډيره ښکلا وربښلې ده.
ویډیو  د کندز ولایت د جهادي مسؤل ملا عبدالسلام اخند په یوه لنډ غږيز پيغام سره پای ته رسېږي.
په لاندي ورکړل شویو لینکونو یې لیدلای او خپلو کمپیوټرونو او موبایلونو ته ښکته کولای ش
د فرهنګي چارو کميسيون سمعي او بصري څانګه
الاماره جهادي سټوډيو اداره

HD(ايچ ډي) کوالټي دلته وګورئ

HD(ايچ ډي) کوالټي له دغه ځای څخه ښکته (ډاونلوډ) کړئ

MP4(ايم پي پور) کوالټي یې دلته وګورئ
 
MP4(ايم پي پور) له دغه ځای څخه ښکته(ډاونلوډ) کړئ
 
3GP(تري جي پي) کوالټي دلته وګورئ
 
3GP(تري جي پي)له دغه ځای څخه ښکته کړئ

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: